څنګه کولی شو چې د امریکا او طالبانو له توافق وروسته افغان سوله خوندي کړو

د امریکا متحده ایالاتو او افغاني غیر مسوولو وسلوالو طالبانو تر منځ یو قریب الوقوع هوکړه لیک ترسره کیږي چې په هېواد کې د جګړې ختمولو او پایدارې سولې ترلاسه کولو لپاره باید په کوټلو ګامونو سره وڅارل شي.

طمع ده چې د امریکایي ځواکونو او طالبانو تر منځ ترسره کیدونکي هوکړه لیک کې به اوربند هم شامل وي چې وروسته به بیا په افغانستان کې میشت ۱۰٫۰۰۰ امریکایي سرتیري په مشروط ډول بیرته خپل هېواد ته ستنېږي.  په بدل کې به طالبان د دې ډاډ ورکوي چې افغانستان به بیا هیڅکله هم د واشنګټن او هغه د متحدینو پر وړاندې د ترهګریزې ځالې په توګه نه کاروي.

په هر صورت، د هر اړخیز اوربند احتمال شتون نلري، او هغه ځکه چې طالب وسلوال او حکومتي ځواکونه لا هم په سیمه کې موجود دي. دواړه خواوې لا اوس هم د هېواد راتلونکي سیاست په تړاو نیغ په نیغه وړاندیز شویو خبرو کې ښکیل دي. د راتلونکي حکومت او یا هم د سپټمبر په میاشت کې د پلان شویو ولسمشریزو ټاکنو په څرنګوالي لا هم کومه روښنایي نشته.

که څه هم د ولسمشر اشرف غني ټاکل شوي پلاوي او طالبانو تر منځ د خبرو اترو ترسره کیدو په موخه له اونیو راهیسې خبرې روانې دي خو لا تر اوسه یې عملي جنبه نه ده موندلې.

دا اړینه ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ په هر ډول خبرو اترو کې د تاوتریخوالي بندولو هوکړه لیک شامل وي او اجازه ورکړل شي چې په افغانستان کې داسې یو حکومت رامنځته شي چې د ګوندونو تر منځ اعتماد رامینځته کړي.

د جګړې د دوام په صورت کې د خبرو اترو اوږدوالی سم نه دی. دا کار په حقیقت کې له دې امله دی چې امکان لري د امریکا متحده ایالات د ۲۰۲۰ م کال ولسمشریزو ټاکنو د مخه خپل پوځونه له افغانستان نه وباسي. نو له همدې امله اړینه ده چې د افغانستان دولت او طالبانو تر منځ له هوکړې د مخه د بهرنیو پوځونو ویستلو مخنیوي لپاره د نورو اقداماتو ترسره کول، بررسي کړو.

په ځانګړې توګه دا کار له دې امله هم مهم دی چې بعضې شنونکي باور لري چې دغه ګړندي وتل به کورنیو جګړو ته لار هواره کړي، لکه د ۱۹۹۰ مې لسیزې په شان.

یو انتخاب دا هم دی چې کابل کې ورته بعضې کسانو اشاره کړې او هغه لنډ مهاله  یا سرپرست حکومت دی چې د سولې هوکړې ته له رسېدو د مخه به د حد اکثر  درې کلونو لپاره رامنځته کړی شي. په داسې حال کې چې دا اصطلاحات د هېواد په مرکز کې عام شوي دي خو دا اړینه ده چې دا مخ پر زیاتېدو باور سم وڅېړل شي چې آیا د سولې راوستلو په برخه کې بنسټ ایښودونکی رول لوبولی شي.

د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې خبرې اترې د هوکړې لار هوارولی شي، طالبان او د دولت مرکچي پلاوی باید په لومړي سر کې یو هر اړخیز اوربند باندې هوکړه وکړي ترڅو هغه تاوتریخوالی ودرول شي کوم چې په هېواد کې د وینې تویولو سبب کیږي. په هر حال، دوی باید، د خراسان اسلامي (IS-K) ډلې پر وړاندې د افغانستان پوځ د عملیاتو پر ډیرولو توافق وکړي. یادې افراطي ډلې په څو څو وارې د افغانستان په ختیځ او کابل کې ملکیان خپل هدف ګرځولي.

وروسته بیا باید د افغانستان لخوا د لوړپوړو مقاماتو یو جامع ډله د مذاکرې لپاره وټاکل شي. لوړپوړي مقامات به خپل پریکړه کوونکي اقتدار سره، د جورجاړي بهیر ته ګړندیتوب ورکړي. د داسې یوې ډلې لپاره جامع کېدل خورا اړین دي او هغه ځکه چې که چېرې یاده ډله له یوه توکم یا یوه سیاسي ګوند څخه تشکیل وي نو د سولې هوکړې ته به ونشي رسیدلی. په ځانګړې توګه، باید مدني ټولنه، اقلیتي قومونه او هغه ډلې په بر کې ولري کومې چې له لسګونو کلونو راهیسې له طالبانو سره په جګړه کې ښکیلې وې. دا کار به د طالبانو او هغه کسانو تر منځ د باور فضا رامنځته کړي کوم چې له یادې ډلې سره د سولې هوکړه لیک په برخه کې تر ټولو ډیر حساس دي.

اوس هغه وخت رارسیدلی چې کابل د سیاسي مشرانو تر منځ تر ټولو زیاته بحث کیدونکې موضوع په ګوته کړي: د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو سرنوشت. تر دې دمه، دواړه خواوې په دې هکله حتی په کوچنۍ کچه هم جورجاړي ته چمتو نه دي، غني ټینګار کوي چې له پلان سره سم باید ټاکنې ترسره شي، خو بله خوا بیا طالبان وایي چې ټاکنې به د تیرو کلونو په څېر له تاوتریخوالي سره مخ کړي.

پدې توګه ، باید تر دریو کلونو پورې په ټاکنو کې د ځنډ توافق وشي ترڅو د خپل هیواد د نږدې راتلونکي په اړه د افغانانو انديښنې حل او د توپیرونو د حل لپاره وخت ته اجازه ورکړل شي.  ټاکنې نږدې یوه میاشت لرې دي، او د ډیرو ښکیلو خواو د هیلو برعکس، دا ستونزمنه ده چې تصور وکړی شي چې طالبان دې د سیاسي سازمان په توګه په دې بهیر کې برخه واخلي.  سربیره پردې، اوسني شرایط یوازې د ډیر تقسیم او تضاد/ قطبي کیدو لامل کیږي، حال دا چې هغه څه چې افغانستان ورته ډیره اړتیا لري هغه ملي یووالی دی.

دا کار به طالبانو او د دولت مرکچي ډلې ته اجازه ورکړي چې کومې هوکړې ته ورسیږي او هغه له ډیموکراټیکو لارو چارو پلي کړي. له هغې وروسته، کولی شي چې یو داسې لنډ مهاله حکومت رامنځته کړي چې ټولې سیاسي خواوې پکې شاملې وي.

په عین وخت کې، طالبان کولی شي چې د دولت په رسمي آډانه کې ادغام/ یو ځای کیدل پیل کړي. د بیلګې په توګه، کېدلی شي چې د وزارتونو وزیران بیا وګمارل شي او د کورنیو چارو وزارت او لویه څارنوالۍ د دواړو لوریو تر منځ وویشل شي. برسیره پر دې، له دې سره شونې ده چې د ګډو همکاریو له لارې د وړتیا آزموینه ترسره شي. د بېلګې په توګه، هر هغه وزیر چې د طالبانو استاذی وي، کولی شي چې د افغانستان دولت څخه یو مرستیال ولري. که چیرې طالبانو خپلو ژمنو کې جدي وي، نو دا به د افغان ولس لپاره تدریجي مګر ارزښتمن دور وي ترڅو خپل لومړيتوب وپيژني.

له دې سره شونې ده چې له اوربند وروسته وخت لپاره هم زمینه برابره شي او د ټاکنو پایلو په نظر کې نه نیولو سره طالبانو ته د بعضې وزراتونو چارې وسپارل شي. برسیره پر دې، داسې یو ترتیب کیدلی شي چې جامع هم وي او د کابل له اوسنۍ سیاسي صحنې څخه هم هغه کسان راټول کړی شي چې په تیرو کلونو کې پخپلو چارو کې بریالي نه وو.

د سیاسي مسیر تر بشپړولو وروسته، باید د افغان پوځ په لیکو کې له شرایطو سره د وړ طالبانو ادغام لپاره اقدامات وشي. دا کار له خورا ارزښت څخه برخمن دی او هغه ځکه چې اردو لا له پخوا د توکمیز ویش او قوماندې جوړښت په تړاو له جدي ننګونو سره مخ ده.

په داسې یو وضعیت کې چې سیاسيون د ملکي وګړو په قیمت د واک لپاره هڅې کوي او حال دا چې د تاوتریخوالي افراطي ډلې په هیواد کې وحشت ته دوام ورکوي، نو نوې تګلاره لازمي ده. دا اړینه ده چې د طالبانو او متحده ایالاتو د ښکیلو خواوو ترمینځ د هوکړې له پای ته رسیدو وروسته باید افغان سیاسیون داسې یوې هوکړې ته ورسیږي چې د خبرو اترو په جریان کې په دغه هېواد کې د یوه حکومت شتون ته اجازه ورکړي.

د داسې لنډمهاله یا سرپرست حکومت وړاندیز چې د افغاني ټولنې د ټولو ډلو او طالبانو څخه به جوړ وي د بدترینو انتخابونو څخه غوره د.  دا کار به د دې لامل شي چې د دواړو خواو تر منځ اعتماد رامینځته شي او دا کار به د دې سبب شي دا هېواد به سوله د یو اوږدمهاله او پراخه کورنیو خبرو اترو د بهیر په توګه تجربه کړي.