د سولې مشورتي لویې جرګې په پرانست غونډه کې ګډون

د سولې مشورتي لویې جرګې په پرانسته کې مې ګډون وکړ. دا هڅی سولې ته د رسېدو په لاره کې لوړ ګامونه دي. هېله مند یم چې باور جوړونې، اجماع او تلپاتې ټیکاو ته د رسېدو لپاره به زمينه برابروونکي وي. د سولې لپاره له هرې هڅی هرکلی کوو، بین الافغاني خبرو اترو او په هېواد کې د اوږدې جګړې پای ته رسولو لپاره سترګې په لار یو.