د افغانستان دولت مرکچي پلاوي تر ټولو ځوان غړی له طالبانو څه غواړي؟

زما په اند د افغانستان بحران حل او په دې هېواد کې په بنسټیزه توګه سولې ته د رسېدو لپاره داسې تګلارې ته اړتیا ده چې له دوه سرچینو سرنښ واخلي او تعادل ته ورسېږي. لومړی، په افغانستان کې باید د سولې پروسه د دې خاورې له بومي اړتیاوو او ولسونو څخه تشکیل وي او دوهم دا چې پخپله سینه کې د ټولنې یون او د افغانستان حکومت د یوه دولت- مډرن ملت د تاسیس لپاره زمینه او ځایګی ولري.

که په افغانستان کې له ۴۰ کالو را روان اوږد بحران بررسي کړو، نو ښه پوهېږو چې په دې هېواد کې تجویز شوې او په لار اچول شوې حل لارې او وړاندیزونه نه دي توانیدلي چې په یو وخت کې د افغانستان بومي فرهنګي اړتیاوو تر منځ تعادل رامنځته او ولسونو ته د پرمختیا پر لور حرکت ورکړي او د دغه ډول یو اړخیزو کړنلارو پایله بحران، ساختاري تاوتریخوالی او د جګړې دوام وو.

په ځانګړې توګه د افغانستان اوسنۍ د سولې پروسه کې هم چې په اصل کې د افغانستان ۴۰ کلنې جګړې ته د پای ورکولو یوه هڅه ده، موږ همزمان په دې برخه کې تیوریکي او عملي لیدلوري ته اړتیا لرو؛  نو له همدې امله، کله چې د افغانۍ ټولنې اړتیاوو په نظر کې نیولو سره د سولې مفهوم ته په ځیر سره ګورو، نو د سولې د بیلابیلو ماناګانو له ډلې او د هغې تامین د څرنګوالي په اړه له ډول ډول نظریو او کړنلارو سره مخ کیږو.

ماناګانې لکه پایداره سوله، عادلانه سوله، با عزته سوله، مثبته سوله، منفي سوله، دایمي سوله او د سولې نور ډولونه هم شته چې له بې شمېره مختاړو او وروستاړو سره نغښتي. هغه درک ته په پاملرنې سره چې له خپلې ټولنې او په تیر یوه کال کې یې د سولې مذاکراتو له بهیر څخه لرم، زما په اند د مثبتې سولې او منفي سولې هغه مفاهیم چې د یوهان ګالتونګ په تیوري ګانو کې په ۲۰۰۷ م کال کې د >سوله او شخړه< په نوم کتاب کې توضیح شوې، شاید وکولی شي چې د افغانستان راتلونکې سولې پروسې خنډونو او حل لارو څخه غوره درک رامنځته کړي.

دغه د ناروې ټولنپوه مثبته او منفي سوله داسې تعریفوي: “منفي سوله هغه وضعیت څخه عبارت ده چې موږ پکې په ظاهري بڼه نه د جګړې شاهد یو او نه هم د رښتینې سولې، او د لنډمهاله اوربند او د شخړو خواوو تر منځ د ښکاره او نیغ په نیغه تاوتریخوالي نه شتون له تعبیر سره شباهت لري، مګر مثبته سوله نه یواځې دا چې منفي سوله په بر کې نیسي، بلکې د یووالي، عدالت، برابرۍ او جوړښتي اړیکو د شرایطو په برابریدو ټینګار کوي چې نور په هغه ټولنه کې د تاوتریخوالي او شخړو د رامنځته کیدو دلایل او زمینې له منځه تللي دي”.

په بله مانا ویلی شو چې په مثبته سوله کې له هر پلوه  د تاوتریخوالي عناصرو په ټولنه کې د بیا رامنځته کیدو څخه کډه کړې. د ګالتونګ په باور مثبته سوله د دې تر څنګ چې مستقیم تاوتریخوالی نلري، په ساختاري تاوتریخوالي، له تاوتریخوالي ډکو اړیکو او شخړه راوستونکو باندې له غلبې څخه عبارت ده.

د دې درې مفاهیمو درک کولو لپاره یانې، نیغ په نیغه تاوتریخوالی، ساختاري تاوتریخوالی او له تاوتریخوالي ډکې اړیکې، کولی شو چې له لاندې بیلګې څخه ګټه واخلو. په ډله ییزه شخړه کې د یوه ماشوم مړینه نیغ په نیغه تاوتریخوالی دی، په داسې حال کې چې د غریبۍ له امله د هماغه ماشوم مړینه بیا ساختاري تاوتریخوالی حسابېږي او د هغه په څرنګوالي د سترګو پټول او غربت او بې عدالتۍ ته دلایل جوړول بیا فرهنګي تاوتریخوالی بلل کیږي. د افغانستان په وروستیو څو لسیزو بحرانونو کې موږ درې واړه مفهومونه تجربه کړل او لا یې تجربه کوو.

د مثبتې سولې په اړه د ګالتونګ دې تعریف ته په کتلو سره او هغه څه مو چې د دې لیکنې په پیل کې د افغانۍ ټولنې د شرایطو په اړه مطرح کړل، اوس نو چې سولې ته د لاسرسۍ لپاره زمینه برابره شوې، زما په اند د افغانستان سولې په راتلونکو مذاکرو کې باید مثبتې او دوامدارې سولې ته د رسېدو لپاره لاندې مواردو ته په بنسټیزه توګه پاملرنه وشي ترڅو وکولی شو چې د افغانستان د سولې په پروسه کې ټاکل شوې موخې ته چې هماغه سوله او پایداره توسعه/ پرمختګ دی، ورسېږو.

د نسلي بدلون مسـله: د تیرو ۲۰ کلونو په بهیر کې د ګڼ شمېر خنډونو سره سره بیا هم، افغانۍ ټولنه د پراخو فرهنګي، سیاسۍ، اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو شاهده وه چې په پایله کې یې د دې تحولاتو/ ادلون بدلون له متناسبو غوښتنو سره د یو پرمختللي افغانستان په جوړونه کې د هېواد د نوي نسل د افکارو رشد او بدلون او د هېواد په لویو پرېکړو کې د لا ډېر رول لوبولو په موخه د ځوانانو پرمختګ او هڅې دي.  هغه نسل چې تل د سنتي واک آډانې له لورې له خنډونو او چالشونو سره مخ وو. نو له همدې امله اړتیا ده چې د سولې په پروسه او مذاکراتو بهیر کې، د افغانستان راتلونکې جوړونه کې د ځوان نسل او د هغوۍ اهداف په رښتینې توګه مانا پیدا کړي نه په سمبولیکه بڼه. په بله مانا ویلی شو چې په افغانستان کې دغه نسلي بدلون ته او دا چې د هېواد ۶۰ سلنه نفوس له ځوانانو تشکیل دی، د افغانستان سولې مذاکراتو او دې پروسې د بریا بنسټیز ارکان، درک کول، بیانول او په حال او راتلونکي کې د دې هېواد د اوسنیو ځوانانو د ذاتي ګټو تثبیت د واک آډانې په شکل جوړونه کې نغښتی.

د افغانستان ټولنې ډولونه/ تنوع: مثبتې او بنسټیزې سولې ته د رسېدو لپاره اړتیا ده چې په افغانستان کې د ټولنې فرهنګي، مذهبي، قومي او ژبنیز ډولونه/ تنوع په پام کې ونیول شي او هغه ټول زموږ د ټولنې د یو بنسټیز اصل په توګه د منلو په صورت کې موږ د سولې مذاکرو، د مذاکرې د دواړو لورو له خوا له یو بل څخه غوښتنې، د افغانستان ملي ګټې د دې هېواد قومي اکثریت ته په پاملرنې سره تعریف او د مذاکراتو په بهیر کې د مذاکره کوونکو ټولو افرادو او ډلو د پام وړ وګرځي ترڅو په افغانستان کې ټولنیز عدالت هر څه ډیر تامین شي.

متوازنه توسعه/ پرمختګ: نورې هغه برخې چې مثبتې او بنسټیزې سولې ته د رسیدو په بهیر کې ورته باید پاملرنه وشي هغه، د هېواد ښارونو او کلیو تر منځ د پرمختګ توپیرونه دي. لکه څنګه چې زموږ تاریخ په ځانګړې توګه په تیرو ۵۰ کلونو کې ښودلې چې، رښتیني ټیکاو او بشپړې سولې او امنیت ته رسېدل هغه وخت شونې دي چې وکولی شو په هېواد کې متوازن او پایدار پرمختګ عملي کړو. تر دې مهاله دې اصل ته په رسېدو کې بریالي نه وو او همدا راز په اوسنیو شرایطو کې د فقر د مخ پر ډ‌یرېدلو، په ټولنه کې د بې سوادۍ او نا برابرۍ شتون په ځانګړې توګه یې په کلیوالي سیمو کې په ترهګریزو ډلو کې د ځوانانو جذبولو زمینې برابرې کړي چې دا پخپله په هېواد کې د جګړې او نا امنۍ د تداوم عمده لامل دی.

انساني خپلواکۍ: د طالبانو زمامدارۍ پخوانۍ تجربې ته په کتلو سره، دا ویره تل شتون لري چې ګواکې دغه ډله د ښځو حقوقو او ښاریانو مدني خپلواکۍ ته باورمنده نه ده. طالبان اوس په بشپړه توګه جلا ټولنې سره مخ دي او دا باید ومني چې ننی افغانستان بېرته په شا نه ځي. د ښځو رول او حقوق او د ښاریانو مدني خپلواکي په ځانګړې توګه په افغانستان کې د بیان آزادي نه یواځې دا چې قابل د تغیر نه دي، بلکې د هر ډول نوي توافق بنسټ باید تشکیل کړي. د مرکچې پلاوي له مسوولیتونو څخه یو دا دی چې، د افغانۍ ټولنې نوي واقعیتونه باید طالبانو ته وښایي او هیله مندي دا ده چې ټول به د یوه نوي او متفاوت افغانستان منلو ته ځان چمتو کړو.

ټوله دغه پروسه پایدارې او واقعي سولې ته د رسېدو په موخه د دې هېواد د ځوانانو او ولسونو ظرفیت او قووت څخه په ګټې اخیستلو مستلزمه ده، په هېواد کې د مذاکراتو او سولې توافقاتو په وروسته بهیر کې، د فقر، بې سوادۍ او ټولنیزې نا برابرۍ د کمولو په موخه په افغانستان کې د متوازن او پایداره پرمختګ لپاره منظمو اقتصادي پروګرامونو او سټراټيژیو ته اړتیا ده.

په دې برخه کې شته امکاناتو او بنسټیزو ستونزو ته په کتلو سره، د هغو کسانو اجماع او ملتیا ته اړتیا ده چې په دې لار کې د افغانستان ځوانانو او ولسونو راتلونکې لپاره ځانګړي افکار او برنامې ولري.