تلپاتې سوله، د ټول افغانستان هيله

د دې تر څنګ چې د اختر په ورځو کې د طالبانو تحریک لخوا د اعلان شوي اوربند هرکلی کوو، د دې ډلې له مشرانو داسې انتظار لرو چې د سولې په پروسه کې د لا ډېر اعتماد رامنځته کولو او مرستې په پار، دغه اوربند دايمي اعلان کړي ترڅو د دواړو لورو تر منځ د خبرو اترو له لارې د رښتينې او پایدارې سولې لپاره زمینه برابره شي.دا چې د افغانستان شریف ولسونه له تېرو څلويښتو کلونو را پدېخوا په جګړو او تاوتريخوالي کې قربانۍ ورکوي، له همدې امله موږ باور لرو چې په اوسنیو شرایطو کې دې ځورېدلي او مظلوم ولس ته تر ټولو لوی خدمت د دایمي جنګ او تاوتريخوالي درول دي تر څو زموږ په خاوره تر دې ډېر د مسلمان وينه توی نشي. او له دې وروسته د دې هېواد د ماشومانو، پلرونو او میندو په سترګو کې د دوی د اقاربو د فراق او غم له امله اوښکې ناوې راتاوې نشي.
د هېواد او ولسونه د سولې مستحق دي، راځئ چې د دې هېواد تر ټولو انساني او تر ټولو اسلامي غوښتنې په لار کې چې عبارت له سولې څخه ده، په میړانه ګام پورته کړو.