اختر، د یووالي او ملي اتفاق لپاره یو ښه فرصت دی

د ايمان او امتحان اختر، د خليل الرحمن اختر او د شیطان د شکست اختر  رارسېدو له امله د افغانستان شریف ملت ته مبارکي وایم او د لوی څښتن تعالی له دربار نه غواړم چې زموږ هېوادوال د دې تر څنګ چې په دې کرونایي ورځو کې روغتیایي سپارښتنې رعایت کړي او د خپلو کورنيو تر څنګ له خوښيو ډکې ورځې ولري‌.

باید ووایو چې، سږ کال په داسې شرایطو کې د اختر ورځې لمانځو چې زموږ هېواد او هېوادوال د یو ستونزمن او سرنوشت ساز دوران تجربه کوي؛ له همدې امله اوس له بل هر وخت ډېره اړتیا ليدل کېږي چې د تېر وخت تفرقې او اختلافات له یاده وباسو، د اتحاد، یووالي او ملي اتفاق پیاوړی انځور نندارې ته وړاندې کړو تر څو د لوی رب په مرسته او د یو او بل په ملتیا و کولی شو چې د ملي مصالحې په دې حساسه پروسه کې بریا ترلاسه کړو او خپل ګران هېواد له څلوېښت کلن بحران نه د امنیت او پایدارې سولې پر لور روان کړو.

د آباد، خپلواک او تاوتريخوالي څخه پاک افغانستان په هيله!