نویسنده: hope

له ولسمشر غني سره ليدنه

د سولې مذاکراتي ډلې نن له جمهور رئیس غني سره ولیدل. په یاده ليدنه کې، د سولې بهير او د بین الافغاني مذاکرو په درشل کې د اساسي قانون اصولو د ساتنې ارزښت او د سولې مشورتي جرګې پرېکړو اغېزمنتيا په هکله بحث وشو.

د سولې مشورتي لویې جرګې په بهير کې له یو شمېر استازو سره ليدنې

د سولې مشورتي لویې جرګې په بهير کې د هېواد بېلا بېلو ولایتونو په ځانګړې توګه د بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان، فاریاب او کندز ولایتونو له استازو سره مو په یوه جلا مجلس کې ليدنه او ګډون وکړ. چې په دغه ولسي ناسته کې مو د سولې په پروسه کې د خلکو د غوښتنو پاسدارۍ، وحدت او یووالي او همدا راز د طالبانو تحريک سره د مذاکرو بهير کې د دوامداره مشورو په اړه له هغوۍ سره خبرې وکړې.

له ښاغلي توحيدي او شفیق الله احدي سره ليدنه

د خبریالانو مصوونیت کمېټې د حق غوښتنې رئيس ښاغلي صديق الله توحيدي او د پوهنتون استاد او ليکوال ښاغلي شفيق الله احدي سره مې د ملاقات په ترڅ کې د طالبانو تحريک سره د مذاکرې او مصالحې په تړاو، د هېوادوالو غوښتنو د تحقق څرنګوالي او همدا راز ټولنيز عدالت په هکله خبرې وکړې.

د بلخ مدني فعالانو او غړو سره آنلاین خبرې

د یو ويډيويي کنفرانس له لارې مې، د بلخ له مدني فعالانو او غړو سره، د طالبانو تحريک سره د سولې موضوع او مذاکرې پر مېز د جمهوري عصر لاسته راوړنو ساتنې او ستاینې د څرنګوالي په اړه خبرې او بحث درلود او هغوۍ ته مې ډاډ ورکړ چې مخالفانو سره به د سولې بهير او مذاکرو په ترڅ کې له شهروندي حقوقو او بشردوستانه ارزښتونو څخه دفاع کوو.

د «سولې پروسه او ښځو حقوق» تر عنوان لاندې په آنلاین خبري ناسته کې ګډون

په هغه آنلاین خبري ناسته کې مې ګډون وکړو چې د (unwomenafghan) بنسټ له لورې د «سولې پروسه او ښځو حقوق» تر عنوان لاندې جوړه شوې وه٫ هغه نظرونه مې ورسره شريک کړل چې د طالبانو تحريک سره به یې د مذاکرې پر مېز مطرح کوم. په تېرو ۱۹ کلونو کې ښځو ګڼ شمېر لاسته راوړنې لرلي او په همدې بڼه به مخکې ځي.

له فردوس آريايي، عبدالمنان دهزاد او د پوهنتون له یو شمېر استادانو سره ليدنه

له سياسي څېړونکي ښاغلي فردوس اریايي، ليکوال او څېړونکي ښاغلي عبدالمنان هزاره، د کابل پوهنتون استاد ډاکټر نورالدين علوي، د شهيد استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون پخواني رئیس او د پوهنتون استاد ذبيح الله اسدي او د شهيد رباني پوهنتون استاد امېد افغان سره مو د پایداره سولې، ټولنيز عدالت تحقق او يوې ښاري محورې او له تاوتريخوالي لرې ټولنې ته رسېدو په موخه ګټورې خبرې وکړې.

د بېلابېلو ولايتونو له لیکوالانو او مدني فعالانو سره ليدنې

د بېلابېلو ليدنو په ترڅ کې مو د غور ولایت د ميري ځوانانو بنسټ له رئیس ښاغلي تیمور شاه رحيمي، د تخار کلمه بنسټ له رئیس عبډالمطهر مبارز او غړو، د بلخ ليکوال او مدني فعال فرزام سرمست زاده، د تخار یو متنفظ بابه خان حیدري، د غور حلال احمر د ځوانانو مسوول امير شاه میزاده، د افغانستان فکر سبز سازمان رئیس عبدالله رسولي، د افغانستان نخبګانو د انسجام سازمان رئیس آرين رويين او د بلخ ځوانو فعالو هر ېو محمد سميع نبي زاده او حسیب احمد حاجتي سره مو د سولې خبرو بهير او همدا راز په سیاست او ټولنه کې د ځوانانو سياسي او فرهنګي فعالیتونو او د نوي نسل ځوانانو رغنده رول په اړه خبرې او دوه اړخيز بحثونه وکړل.

له مېرمن کرېسټال بیات او د پوهنتون له یو شمېر استادانو سره ليدنه

له مېرمن کرېسټال، د عدالت او برابرۍ بهير رئيسې او غړو، پوهنیار بهرام شمس او د شهيد استاد رباني پوهنتون له یو شمېر استادانو سره مو د طالبانو تحريک سره د مذاکرو پر مېز د پایداره سولې او ټولنيز عدالت او همدارنګه د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنو ساتنې، په ځانګړې توګه ښځو حقوقو او اتباعو د برابرۍ په اړه مو، ليدنه او دوه اړخيز بحثونه وکړل.

له ښاغلي ډاکټر مسعود ترشتوال سره خبرې اترې

د افغانستان حقوقي او سیاسي مطالعاتو بنسټ (ALPSO) له رئیس ښاغلي ډاکټر مسعود ترشتوال سره مو، د طالبانو تحريک سره د سولې موضوع تخصصي کولو په موخه او د مذاکرو بهير د څرنګوالي په اړه د څېړنيزو او مطالعاتي بنسټونو د رول په اړه خبرې وکړې. همداراز مو د جمهوري نظام په شتون کې د پایداره سولې په ټينګښت چې د ټولنيز او سياسي عدالت زمينه لا ښه برابره او د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د سوله ئیز ژوند لپاره مرسته وکړي، خبرې وکړې او د استاد ترشتوال له ارزښتمنو نظرونو څخه برخمن شوم.

د پایداره سولې علمي او څېړنيز بنسټ له رئیس او د پوهنتون له یو شمېر استادانو سره ليدنې

له ښاغلي ادريس رسآ، د پایداره سولې علمي او څېړنيز بنسټ له رئیس او د پوهنتون له یو شمېر استادانو سره مو د طالبانو تحريک سره د سولې بهير او مذاکرو په اړه خبرې او دوه اړخيز بحثونه وکړل؛ ولې چې علمي او اکاډميک بنسټونه د طرحو او پالیسیو په وړاندې کولو سره کولی شي چې، د مذاکرې او مصالحې موضوع ته علمي بڼې په ورکولو سره هر اړخيزه مرسته وکړي.

د مصباح سازمان له عمومي رئیس او د پوهنتون له استاد جلال الدین جلال سره ليدنه

له ښاغلي فخرالدین فخري تاران، د مصباح سازمان له عمومي رئیس او د یاد سازمان د رهبري شورای له غړو او همدا راز د پوهنتون له استاد ښاغلي جلال الدین جلال سره مو د سولې پر موضوع، د عادلانه سولې په تآمینولو او ټولنيز عدالت کې د ځوانانو او ټولنې د بېلابېلو اقشارو د رول په اړه ليدنه او خبرې وکړې.

د بي بي سي په آزاده جرګه کې ګډون

د بي بي سي آزادې جرګې په خپرونه کې مې د یو ګډون کوونکي په توګه، د سولې بهير په اړه خپل خپل نظر بیان کړ. د ځوان قشر د استازي په توګه به هڅی وکړم چې دغه سرنوشت ساز بهير کې، د افغانستان ولسونو او ځوان نسل له ارزښتونو او غوښتنو څخه دفاع وکړم.