بیوګرافی

خالد نور، د افغانستان اسلامي جموریت مرکچي پلاوي تر ټولو ځوان غړی دی چې د افغانستان په شمال بلخ ولایت کې زیږېدلی دی.
خالد نور، د افغانستان سولې مرکچي پلاوي د غړي په توګه له ټاکل کیدو د مخه هم په هغو فعالیتونو کې خورا ځلانده رول درلود کوم چې په هېواد کې د سولې په موخه ترسره شوي او د افغانستان سولې په اړه یې په ګډو ناستو کې هم ګډون کړی.
د طالبانو له تحریک سره د سولې په مذاکرو کې د خلکو او په ځانګړې توګه د ځوانانو د استاذي په توګه، هغه د خپلو هم نسلانو د استاذولۍ لپاره بیلابیل فرصتونه لرل. د ۲۰۱۹ م کال مۍ په میاشت کې په مسکو کې د افغان سیاسیونو ډلې او طالبانو تحریک استاذو تر منځ درې ورځنۍ ناسته د دغه فرصتونو څخه یو وو.

د ۲۰۱۹ م کال جولای میاشت په قطر کې د طالبانو تحریک او بین الافغاني
خبرو اترو کې ګډون د هغه له تجاربو څخه یوه بله وه.

د دوحې ناسته افغان سولې ته د لارو چارو موندلو په برخه کې یوه مهمه
ناسته وه.په دې ناسته کې، ۱۹ کلنې جګړې ته د پای ټکی ایښودلو موضوع په
اړه له بیلابیلو سیاسي او ټولننیزو قشرونو څخه د افغان استاذو او طالبانو
تحریک استاذو تر منځ په پراخه کچه خبرې اترې وشوې چې د نورو استاذو تر
څنګ د خالد نور رول هم په هغو کې خورا څلاند وو او د افغانستان په
استاذولۍ یې ارزښتمن او سرنوشت جوړوونکي موارد مطرح کړل.

ذ جولای په میاشت کې هغه د دوحې په ناسته او د پاکستان سولې په ناسته کې
هم د نورو افغان سیاسیونو په شتون کې ګډون وکړو او مهم بحثونه یې مطرح
کړل. دا ناسته د بین الافغانی خبرو اترو او له طالبانو سره له دوه لسیزو
ډیرې جګړې پای ته رسولو او د سولې لپاره هڅې پیاوړې کولو لپاره د لارې
برابرولو او تسهیلولو په موخه جوړه شوې وه.

خالد نور د افغانستان په استاذولۍ د ملګرو ملتونو د ځوانانو په کلنۍ
غونډه کې ګټور او اغیزمن حضور درلود.

هغه په تیرو ځو کلونو کې د خلکو له بیلابیلو اقشارو سره لېدنې کړې او د
هغوۍ نظرونه یې اخیستي ترځو وکولی شي د سولې په راتلونکو مذاکرو کې د
هېوادوالو او په ځانګړې توګه د ځوان نسل رسیدلی غږ وي.

هغه د عطا محمد نور زوی دی چې د افغانستان له نامتو سیاسیونو څخه یو دی
او په ټول افغانستان کې پراخه ولسي پایګاه ملتیا لري.

خالد نور د افغانستان له افغان ترک لیسې څخه زده کړې ترلاسه کړي او
وروسته د امریکا متحده ایالاتو د جورج میسون پوهنتون له «سن‌هرست» شاهي
نظامي اکاډمۍ ځخه فارغ شوی دی.

هغه له مطالعې، ټولنیزو فعالیتونو، خیره او عام المنفعه فعالیتونو کې رول
لرلو سره ډیره علاقمندي لري. تر دې دمه یې ځو نړیوالو معتبرو رسنیو کې د
افغانستان سولې ته رېسېدو په لارو چارو ګڼ شمیر مقالې لیکلي.

خالد نور، د یو با ثباته او سوله ییز افغانستان لپاره د نوي نسل زده کړه
او تعلیم اغیزمنه لار بولي او په همدې موخه یې د غړیتوب تر ځنګ د زده کړې
شرایېو تسهییل په برخه کې د فعالیت کولو لپاره د «جهان نور» پوهنتون بنسټ
ایښی دی.